بهر شور دی، په خپل زړه کې غلی ناست يم لکه زوړ سړی کاله کې غلی ناست يم په ځنځير مې د پېزوان مينه ماتيږي نيمه شپه يې د کور وره کې غلی ناست يم د بايللې مينې ياد مې زړه ته راغی د ملګري په واده کې غلی ناست يم لکه سيند په خاموشۍ کړم غورځنګونه لکه غر په بد او ښه کې غلی ناست يم د رڼا ناوې د شپې له دېوه ژغورم حيران ځکه په تياره کې غلی ناست يم #pashto